مهم خبرونهنړیوال

د ايران توغنديز حمله په عراد کې ۸ کسان ووژل او ۱۰۰ نور ټپيان شول

د اسراییلو د بیړنیو چارو اداره اعلان کړی چې د دې هېواد په سوېل کې د عراد ښار یوې برخې ته د توغندي د لګېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي. د رسمي سرچينو په وينا، په ښار کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ژغورنې ډلې د ټپيانو د انتقال لپاره په زیانمنو سیمو کې په کار بوختې دي.

د اسراییلو رسنیو راپور ورکړی چې د ځينو ټپیانو حالت نازک دی. د دغو راپورونو له مخې، په برید کې ۹ ودانۍ سخت زیانمنې شوې او دوه نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي. له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې د استوګنې سيمو يو شمېر برخو ته پراخ مالي زيان اوښتی دی.

د اسراییلو د ۱۴م تلویزون د پوځ له قوله ویلي، د هوايي دفاع سيستمونو په دوو پړاوونو کې هڅه وکړه چې ياد توغندی شنډ کړي، خو ناکامه شول او شاوخوا ۴۵۰ کيلوګرامه وزن لرونکی توغندی نېغ په نېغه عراد ته لګېدلی دی. د اسراییلو د راډیو او تلویزیون اداره وايي چې د هوايي ځواک له لوري د دې څېړنه پيل شوې چې څنګه دغه توغندی د دفاعي سيستمونو له خنډه تېر شو.

په عين وخت کې راپورونه وايي چې د عراد او دیمونا تر بریدونو وروسته، د «سدیروت» او «عسقلان» په ښارونو کې د ښوونځیو فعالیت د يوې ورځې لپاره ځنډول شوی دی. همدارنګه ټاکل شوې ده چې د اسراییلو کابینه د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره بېړنۍ تلیفوني ناسته وکړي.

بنیامین نتانیاهو، د اسراییلو لومړي وزیر، د پېښې په تړاو ویلي چې هېواد یې «سخته شپه» تېروي او له خپلو پوځي عملیاتو څخه د دوام ملاتړ وکړ. دا برید په داسې حال کې شوی چې د دواړو لورو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی په وروستیو اونیو کې زیات شوی او اندېښنې د سیمې د لا پراخېدونکو شخړو په تړاو ډېرې شوې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button