اقتصادمهم خبرونه

ایراني پوځي چارواکی: د مخالفو هېوادونو پر لور به د تېلو صادراتو ته اجازه ور نه‌کړو

د ايران د اسلامي جمهوريت يو لوړپوړي پوځي چارواکي ويلي چې تر نامعلومه وخته به هېڅ يو ليتر نفت هم هغو «دښمن هېوادونو او د هغوی ملګرو» ته له سيمې څخه صادر نه‌شي. دغه څرګندونې هغه د «المیادین» له تلويزيون سره په خبرو کې کړې دي.

دغه چارواکي چې نوم يې نه دی افشا شوی، ويلي که د امريکا او اسرائيلو پوځي «تهاجم» پر ايران دوام ومومي او د ايران د خلکو د ژوند بنسټيزې زيربناوې په نښه کړي، امنيتي وضعيت کولای شي لا پسې پراخ ابعاد خپل کړي. د ده په وينا، په داسې حالت کې به د ناامنۍ پايلې يوازې يو لور ته محدودې نه‌وي.

نوموړي زياته کړې چې د امريکا د متحده ايالاتو ځواکونه او د هغوی اسرائيلي ملګري، له خپلو تهاجمي پلانونو تر ناکامۍ وروسته، اوس «غيرمعمولي کړنې» پيل کړي دي.

دغه پوځي چارواکي همدارنګه خبرداری ورکړی چې د اوسني حالت دوام کولای شي د «شدت او درنو لګختونو» سناريو ته لاره هواره کړي. هغه زياته کړې چې د دوی له نظره، د جګړې د پراخېدو امکان هم شته.

دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې وروسته له هغې چې د امريکا او اسرائيلو پوځونو پر ايران پوځي بريد وکړ او د آيت الله خامنه ای او د دغه هېواد د يو شمېر چارواکو د شهادت خبر ورکړل شو، د سيمې تاوتريخوالی په بې‌سارې توګه ډېر شوی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button