ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

د ایران حکومت بهرنیو کارګرانو ته د کار غوښتنلیک آنلاین سیستم فعال کړ

ایراني چارواکو اعلان کړی چې د بهرنیو کارګرانو د کار وضعیت د مدیریت لپاره یې یو نوی آنلاین سیستم فعال کړی دی. د ایران کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، دا سیستم د eatba.mcls.gov.ir انټرنیټي پته له لارې فعال شوی او ایرانی کارکوونکي کولای شي د بهرنیو کارګرانو د ګمارنې غوښتنلیکونه له همدغه لارې ثبت کړي.

په دې پړاو کې، هغه کارفرمایان چې غواړي غیرایراني، په ځانګړي توګه افغان کارکوونکي استخدام کړي، مکلف دي چې د رسمي کاري جواز د اخیستلو لپاره له همدې سیستم نه استفاده وکړي. وروسته له دې چې غوښتنلیک او اړوند معلومات ثبت شي، د غوښتونکي د استوګنې او کار قانوني شرایطو د ارزولو رسمي پروسه پیلېږي.

که څه هم ایران له پخوا یو له مهمو ځایونو څخه دی چې افغان کارګران ورته کډه کوي، خو د کډوالو د کار بازار د تنظیم ادارېزې جوړښتونه تل له نیوکو سره مخامخ وو. اوس، د کاري جواز د صادرولو پروسه په ډیجیټالي کولو سره، ایراني چارواکي غواړي د بهرنیو اتباعو د کار شرایطو باندې لا زیات کنټرول ولري.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه افغانان په ایران کې پرته له قانوني استوګنتیا او رسمي کاري جواز، په ستونزمن اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. د بشري حقونو ادارو وار له مخې پر افغان کارګرو د شرایطو د ښه والي غوښتنه کړې، خو تر اوسه دې برخه کې کافي عملي ګامونه نه دي پورته شوي. همداراز، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له امله رامنځته شوي فشارونه لامل شوي چې ډېر افغانان ایران ته د کاري کډوالۍ اړ شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button