سياستمهم خبرونه

ایران امیرخان متقي تهران ته د سفر بلنه ورکړه

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي چارو رئیس محمدرضا بهرامي د دغه وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د لیدنې په ترڅ کې هغه ته تهران ته د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا کتنه د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو په چوکاټ کې ترسره شوې، او د ایران د بهرنیو چارو وزارت استازي له متقي سره د تهران په کوربتوب د ترسره شوې وروستۍ سیمه‌ییزې ناستې جُزییات شریک کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو ارزښت ته ژمنتیا لري.

په دې کتنه کې، امیرخان متقي ویلي، افغانستان له یوه «سخت» پړاوه تېر شوی او باید نور د سیمې په معادلو کې د «ستونزې» په توګه ونه لیدل شي. د هغه په وینا، د طالبانو اداره غواړي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د خپلو بهرنیو سیاستونو د اصولو په چوکاټ کې، فعالې او د همکارۍ پراخې اړیکې ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې امیرخان متقي د ایران په کوربتوب د ترسره شوې وروستۍ سیمه‌ییزې ناستې په اړه د وزارت لید لوری له محمدرضا بهرامي سره شریک کړی، خو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button