ایران د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې هیله څرګنده کړې

د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علیرضا بیکدلي، د طالبانو د کانونو او پټرولیم له وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې ایران غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ایران د سوداګرۍ خونې پلاوي په دې لیدنه کې د مسو، سرو زرو او اوسپنې په برخو کې د پانګونې خپله لیوالتیا ښکاره کړې ده.
د ایران د سوداګرۍ خونې مشر ژمنه کړې چې د هغه هېواد چمتو دی د کانونو د سپړنې، د اوسپنې د ذوب فابریکو د جوړولو، د پرمختللو لابراتوارونو د جوړولو او د افغان انجینرانو د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې، ملا هدایتالله بدري، د طالبانو د ادارې د کانونو وزیر، ادعا کړې چې په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي دي. ده ویلي، ادارهیې د ټولو نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې د کانونو د استخراج او پروسس ټول فعالیتونه باید د طالبانو د ادارې له پالیسۍ او داخلي اصولو سره سم ترسره شي؛ دا موضوع د شفافیت، د منابعو د مدیریت او د افغان ولس د اقتصادي ګټو د تضمین په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.




