ايران: د هرمز تنګي د ملي امنيت لپاره اړين ګامونه پورته کوو

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان کړی چې ايران د هرمز تنګي له ساحلي دولتونو يو په توګه خپل حق بولي چې د ملي امنيت د خونديتوب او د دې سمندري لار د احتمالي ناوړه ګټې مخنيوي لپاره اړين اقدامات ترسره کړي. نوموړي د هرمز تنګي ستراتيژيک موقعيت ته په اشارې وويل، ايران تل د دې مهمې سمندري لاري د «ساتونکي او څارونکي» رول لوبولی او د بېړيو د خوندي تګ راتګ ملاتړ يې کړی دی. د ده په وينا، اوسنی حالت د هغو کړنو پايله ده چې د امريکا او اسرائيل له لوري ترسره شوې دي.
تنگه هرمز د انرژۍ د نړيوال انتقال له تر ټولو مهمو لارو څخه ده، او هر ډول بدلون پکې کولا شي د سيمې او نړيوالې کچې پراخې پايلې ولري. د ايران چارواکو په تيرو کلونو کې هم څو ځله د دې سمندري لاري د امنيت او ثبات د ساتنې پر ارزښت ټينګار کړی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند تازه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې سيمه ييزو بدلونونو او لوړو تاوتريخوالو يو ځل بيا د دې اوبو د امنيت موضوع د پام مرکز ګرځولې ده.




