د ايران د روغتيا وزارت معين کابل ته راغلی

د ايران د روغتيا وزارت معين او د خوړو او درملو ادارې رئيس، مهدي پيرصالحي، کابل ته رسېدلی، څو له طالبانو د چارواکو سره د روغتيايي او درمل جوړونې برخو کې د همکاريو په اړه خبرې وکړي.
نوموړی به د خپل سفر په ترڅ کې د کابل د ۱۴۰۴ روغتيايي نندارتون ليدنه هم وکړي؛ دغه نندارتون کې څلوېښتو ايراني درمل جوړوونکو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي، او هڅه کوي چې د افغانستان په درملو بازار کې دوامداره شتون ومومي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان د عامو خلکو لپاره درملو او ابتدايي روغتيايي خدماتو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ دی. ځينې بهرني بنسټونه هڅه کوي چې د همکارۍ او مرستې زمينې و ارزوي. که څه هم د طالبانو اداره د لازمو مديريتي او جوړښتي ظرفيتونو له کمښت سره مخ ده، چې د روغتيايي خدماتو د تأمين ضمانت نشي کولی.
دغه درمل جوړونې نندارتون په داسې حال کې جوړ شوی چې د افغانستان د روغتيا سکتور د بېبرنامګۍ، مالي سرچينو کمښت او له جمهوري نظام وروسته د متخصصو کسانو د وتلو له امله د سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د څارنې او شفاف پلان پرته، دا ډول ابتکارونه هم د نااغېزمنو او سمبولیکو پروژو په بڼه د بدلېدو له ګواښ سره مخ دي.




