دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د ایران سپاه پاسداران د ۱۸ امریکايي شرکتونو د له منځه وړلو ګواښ وکړ

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک ویلي، چې د امریکا او اسراییلو د «ترهګریزو عملیاتو» په وړاندې د عکس‌العمل په توګه، له دې وروسته به ځینې امریکايي شرکتونه د هرې تروریزم پېښې په بدل کې د هدف لاندې راولي. دغه نظامي بنسټ زیاته کړه، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د دوی پخوانۍ خبرداري د دغو بریدونو د درولو په اړه له پامه وغورځول شول.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په وروستیو بریدونو کې یو شمېر ایراني وګړي وژل شوي دي. سپاه پاسداران ادعا کړې چې د معلوماتي ټکنالوژۍ (ICT) او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې فعاله شرکتونه د ترور هدفونو په طرحه او تعقیب کې مهم رول لري، او له همدې امله یې «اصلي مؤثر بنسټونه» د مشروع اهدافو په توګه معرفي کړي دي.

دغه بنسټ همدارنګه د دغو شرکتونو له کارکوونکو غوښتي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره له خپلو کاري ځایونو ووځي. همدارنګه، د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه شوې چې د دغو شرکتونو شاوخوا یو کیلومتره سیمه تخلیه کړي او ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د سپاه پاسداران په خپره شوې لست کې ۱۸ شرکتونه شامل دي، چې په منځ کې یې Cisco، HP، Intel، Oracle، Microsoft، Apple، Google، Meta، IBM، Dell، Nvidia، JP Morgan، Tesla، GE، Boeing او نور یاد شوي دي. د اعلامیې له مخې، دغه خبرداری به د چهارشنبې په ورځ د اپریل په لومړۍ نېټه، د تهران پر وخت د ماښام له اته بجو څخه عملي کېږي.

تر اوسه د امریکا د متحده ایالتونو رسمي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button