دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

ایراني چارواکی: هېواد په بشپړ چمتووالي کې دی

د امريکا د متحده ایالاتو د یوې سترې پوځي بېړۍ د ایران پر لور د خوځېدو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت یوه لوړپوړي مقام اعلان کړی چې هېواد یې د «بشپړ چمتووالي» حالت ته داخل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه مقام ویلي چې تهران به هر ډول احتمالي برید د بشپړې جګړې په توګه وګڼي او د همدې له مخې اړوند ځواکونه په لوړه کچه چمتو دي.

د راپور له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د محدود او پراخ برید ترمنځ کوم توپیر نه کوي او ټینګار يې کړی چې هر ډول برید ته به غبرګون وښيي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په تېرو میاشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د نړیوالو څارونکو له‌خوا د سیمې پوځي خوځښتونه په دقت څارل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button