د ایران د راکټي بریدونو څلورم څپه تلابیب ولړزاوه

د اسراییلو رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې د ورځې له سهار راهیسې، تلابیب د ایران د څلورو پړاوونو راکټي بریدونو هدف ګرځول شوی او له دې امله د ښار په څو سیمو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي. دغه زنګونه د تل نوف او بالماخیم په دوه هوايي اډو کې د تلابیب سوېل ته، او همدارنګه د دې ښار ختیځ ته د بن ګوریون په هوايي ډګر کې فعال شوي دي.
د مهر خبري اژانس او المیادین شبکې د راپور له مخې، اسراییلي سرچینو ویلي چې دا بریدونه په دغو سیمو کې یو پېچلی امنیتي وضعیت رامنځته کړی دی. د اسراییلو د کورني جبهې ادارې هم تایید کړې چې د راکټي ډزو وروسته د خبرداري سیستمونه فعال شوي دي.
د همدې رسنیو د راپورونو له مخې، د نن سهار راهیسې لږ تر لږه لس بالستیک توغندي د نیول شوې فلسطین شاوخوا شلو سیمو ته لګېدلي، چې په پایله کې یې پنځوېشت کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه راپورونه شته چې په بیتالمقدس کې یې چاودنې هم رامنځته شوې دي.
ځینې اسراییلي رسنیو ادعا کړې چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب له نن سهار څخه اویا بالستیک توغندي د نیول شوو سیمو او همدارنګه د امریکا پر ګټو د منځني ختیځ په ځینو برخو کې وتوغول. د دواړو لورو رسمي مقاماتو تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.




