نړیوال

د ايران د بهرنيو چارو وزير د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، که څوک د ايران له لوري د ورکړل شويو معلوماتو پر رښتينولۍ شک لري، بايد له اسنادو سره خبرې وکړي.

هغه په يوې ټولنيزې شبکې کې په يوه پيغام کې ليکلي چې د ايران حکومت د خپل شفافيت د ژمنې له مخې د خلکو پر وړاندې، له وړاندې د وروستۍ ترهګریزې پېښې د ۳۱۱۷ قربانيانو بشپړ لېست خپور کړی دی. د ده په وينا، د دغو قربانيانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ تنه د امنيتي ځواکونو سرتېري دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ټينګار کړی چې خپور شوي معلومات رسمي دي او هره پوښتنه يا شک بايد د اسنادو او شواهدو پر بنسټ مطرح شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button