مهم خبرونهنړیوال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د عادلانه تړون لپاره جنیوا ته راغلی یم

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د «عادلانه او متوازن تړون» د ترلاسه کولو په هدف جنیوا ته تللی او ټینګار یې کړی چې د ګواښونو پر وړاندې تسلیمېدو ته په د هېواد د کاري اجنډا کې ځای نشته.

سید عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي چې د دې سفر پر مهال به د ایران د اټومي متخصصینو په ملتیا د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس له عمومي رئیس رافائل ګروسي سره وګوري. د ده په وینا، دا ناسته به د «فني دقیقو موضوعاتو» د ارزونې لپاره ځانګړې وي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې له متحده ایالاتو سره د سه شنبې د ورځي د پلان شوې ډيپلوماټيکو مشورو تر پیل مخکې به د عمان له بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره ملاقات وکړي. عمان په تېر کلونو کې په ځينو سیمه‌ییزو او نړیوالو خبرو اترو کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې جنیوا ته د «واقعي نوښتونو» سره راغلی څو د متوازن تړون لپاره هڅه وکړي، او روښانه کړې یې ده چې د تهران دریځ پر خبرو ولاړ دی، خو د فشار او ګواښ منل پکې نه شاملېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button