مهم خبرونهنړیوال

د امريکايي مجلې راپور: د ايران فتاح ۲ مافوق‌صوت توغندی له مهمو وړتياوو برخمن دی

يوه امريکايي مجلې په خپل تازه راپور کې د ايران د مافوق‌صوت «فتاح ۲» توغندي ځانګړتياوې څېړلې او هغه يې د پام وړ وړتياوو لرونکی بللی دی. دا راپور له هغه وروسته خپور شو چې ايراني سرچينو د دې توغندي د کارونې په اړه د يوې بريد د ترسره کېدو خبر ورکړ.

د خپور شوي راپور له مخې، د فتاح ۲ توغندي واټن ۱۴۰۰ کيلومتره ښوودل شوی او د ايراني سرچينو په وينا، دا توغندی د مافوق‌صوت جنګي سرګلولې يا «وار هيډ» سره سمبال دی. په راپور کې راغلي چې دغه توغندی کولی شي د ۱۳ تر ۱۵ ماخ، يعنې شاوخوا ۱۸ زره او ۵۰۰ کيلومتره په ساعت سرعت ته ورسېږي.

ياده مجله د لوړ سرعت او د مانور يا حرکت وړتيا د دغه توغندي هغه ځانګړتياوې بللې چې د هغه د رهګيري مخه نيونې ته جدي ننګونې رامنځته کوي. د راپور ليکوال په باور، دا ځانګړتياوې کولای شي د احتمالي شخړو او درګېرنو د پراخېدو لامل شي.

راپور زياتوي چې د ايران د نويو توغنديو معرفي او نندارې ته وړاندې کول د لوېديځو هېوادونو او اسرائيل دفاعي پلانونه لا پېچلي کړي او د سيمې پر پوځي معادلو يې اغېز کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button