اقتصادمهم خبرونه

د دوغارون له بندر څخه افغانستان ته د ايران صادرات زيات شوي

ايراني چارواکو ويلي چې د روان لمريز کال له پيل راپه دېخوا، ټول ۷۱۴ زره او ۶۷۹ ټنه توکي د دوغارون ـ اسلام‌قلعه له سرحدي بندر څخه افغانستان ته صادر شوي دي.

د دوغارون د ګمرک مسوولينو په وينا، د دغو صادراتو ټول ارزښت شاوخوا ۲۳۰ ميليونه او ۳۵۵ زره امريکايي ډالر اټکل شوی دی؛ يوه اندازه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د دوام څرګندونه کوي.

د دوغارون بندر د ايران د خراسان رضوي ولايت په سيمه کې موقعيت لري او له مهمو ترانزيتي لارو څخه شمېرل کېږي چې د افغانستان سره د سوداګرۍ په مبادلو کې مهم رول لري. د افغانستان لوري ته، د اسلام‌قلعه بندر په هرات ولايت کې موقعيت لري او د وارداتي توکو په تأمين کې مهم رول لوبوي.

اقتصادي کارپوهان باور لري چې د دې سرحدي لاري فعاله پاتې کېدل د دواړو هېوادونو د پولو په اوږدو کې د محلي بازارونو، سوداګرو او د بنسټيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره ځانګړې اهميت لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button