ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ایران سفارت د شمالي افغانستان د زلزله قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د شمالي افغانستان د خلکو سره چې د وروستۍ زلزلې له امله ځپل شوي، خواخوږي او تسلیت څرګند کړی دی. دغه زلزله د شپې ناوخته رامنځته شوې وه او په یو شمېر شمالي سیمو کې یې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو لامل شوې.

په خپره شوې اعلامیه کې د ایران سفارت ټینګار کړی چې په دغو سختو شرایطو کې به د افغانستان له خلکو سره ولاړ پاتې شي، او ژمنه یې کړې چې د لومړنیو ارزونو وروسته به اړین بشري مرستې برابرې کړي.

د ایران خواخوږي په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره له یوې مودې راهیسې د طبیعي پېښو زیانمنو شوو خلکو ته د سملاسي رسېدنې په برخه کې پر بې‌پامي نیوکې کېږي، په ځانګړي ډول د لېرې پرتو ولسوالیو په اړه.

د بشري حقونو فعالانو او خیریه ادارو هم بیا ځل غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا د مرستو پروسه روڼتیا او همغږۍ ته اړتیا لري، یوه موضوع چې د مرستو د ځنډ او غیر منظمې وېش لامل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button