د ایران نه افغانستان ته د هګیو صادرات زیات شوی دی

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د خراسان رضوي ولایت نه افغانستان ته د هګیو صادرات زیات شوی دی. د سرچینو په وینا، د دغو صادراتو یوه برخه تر دې وروسته چې افغانستان ته رسېږي، نورو بازارونو ته لکه قطر ته هم لېږدول کېږي.
د راپورونو له مخې، د سیمې د تقاضا زیاتوالی او د سوداګریزو لارو بدلون هغه مهم عوامل بلل شوي چې د صادراتو د ودې لامل شوي دي. د یادې برخې فعالان وایي، په وروستیو میاشتو کې د سوداګریزو لارو بدلون د ایران او افغانستان ترمنځ په راکړه ورکړه کې مهم رول لوبولی دی.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځینو سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، له ایران نه د چرګو د بچیو او د چرګدارۍ اړوندو توکو واردات زیات شوي دي. د دې لارو تړل افغان تاجران او واردوونکي دې ته اړ کړي چې د کورني بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بدیلو لارو ته مخه کړي.
افغانستان د ایران د کرنیزو او مالداريزو محصولاتو له پاره یو له مهمو بازارونو څخه شمېرل کېږي، او د سیمې د ترانزیټي لارو بدلون په مستقیم ډول د دغو محصولاتو پر بیه او بازار ته د دوی پر لاسرسي اغېز کوي.




