د ایران یو لوړپوړی اقتصادي هیئت د سوداګریزو اړیکو پراخولو لپاره هرات ته تللی

د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري په مشرۍ یو لوړپوړی اقتصادي هیئت د چهارشنبې په ورځ (۷ قوس) هرات ته ورسېد. دا رسمي دوه ورځنی سفر، د هرات د سیمهییزو چارواکو په بلنه او له دې مخکې د هرات د والي له مشهد څخه د لیدنې په دوام ترسره شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ختیځې برخې نمایندګۍ ویلي، د دغه سفر موخه د ترانسپورت، سوداګرۍ، ګمرک، کرنې، صنعت او روغتیايي خدمتونو په برخو کې د همکاریو پراخول دي. په دې سفر کې مظفري سره ۶۵ کسان ملګري دي چې ډېرییې د خصوصي سکتور پانګوال دي.
د ایرانی سرچینو له مخې، ټاکل شوې چې دغه هیئت به د سیمهییزو چارواکو سره له لیدنو سربېره، په هرات ښار کې په یوه ګډ سوداګریز ناسته کې هم برخه واخلي. د افغانستان چارواکي او پانګوال به هم په دې ناسته کې حضور ولري.
د سفر په پیل کې د هیئت غړو د تایباد په دوغارون ګمرک او نیز د خواف په ولسوالۍ کې د روزنک اورګاډي تمځي څخه لیدنه وکړه. دغه راز ټاکل شوې چې دوی به د هرات د یو شمېر تولیدي او صنعتي مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.
له دې سفر سره هممهاله، نورمحمد متوکل، په مشهد کې د افغانستان د سرکنسولۍ سرپرست، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره لیدلي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو بېلابېل اړخونه او د سفر جزئیات ارزونه او بحث شي.
که څه هم د افغانستان او ایران د ګاونډیو ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخېدل کولی شي د خلکو په اقتصادي وضعیت کې ښهوالی راولي، خو په کابل کې د مشروع حکومت نشتون د دغو همکاریو پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي. سره له دې چې طالبان هڅه کوي بهرني پانګوال جذب کړي، خو د دوی پر ځپونکو سیاستونو او په اقتصادي بهیرونو کې د شفافیت نشتوالي له امله، نه دي توانېدلي د سیمهییزو او نړیوالو شریکانو باور خپل کړي.




