ایران هر ورځ ۵۰۰ ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي

د ایران چارواکي وایي، په تېرو میاشتو کې هره ورځ نږدې ۵۰۰ افغان وګړي چې د قانوني اسنادو پرتهیې هڅه کوله د افغانستان له پوله د خراسان رضوي ولایت ته واوړي، د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي او بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د خراسان رضوي ولایت د والي امنیتي او انتظامي مرستیال امیرالله شمقدري د پنجشنبې په ورځ، د عقرب میاشتې په ۲۲مه (۱۴۰۴ هجري لمریز) وویل، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزې په ترلاسه کولو کې د سختو محدودیتونو له امله، ډېرو افغانانو هڅه کړې چې د غیرقانوني لارو له لارې ایران ته داخل شي. هغه زیاته کړه چې دا کال د ناقانونه داخلېدونکو افغان وګړو شمېر د تېر کال په پرتله دوه چنده زیات شوی دی.
ښاغلي شمقدري وویل چې د سرحدي ځواکونو لخوا د دغو مهاجرینو له نیولو وروسته، ترې بیومتریک معلومات اخیستل کېږي او بیا بېرته افغانستان ته استول کېږي. هغه دا هم وویل چې سږکال د دوغارون پولې له لارې له یو میلیون ډېرو افغان مهاجرینو ته بیرته ستنیدو زمینه برابر شوې ده.
دغه ایراني مسئول څرګنده کړه چې د افغانستان سره پر پوله امنیتي اقدامات زیات شوي دي، چې له جملې یې د سرحدونو بندول، د رادارونو نصب او د شپې لیدل کېدونکو کامرو نصب یاد شوي دي. د هغه په وینا، دا اقدامات د انساني منابعو پر ځای د تکنالوژۍ له لارې د سرحدي کنټرول د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي دي.
خراسان رضوي ولایت ټولټال ۸۳۵ کیلومتره پوله له افغانستان او ترکمنستان سره لري، چې ترې ۳۰۰ کیلومتره له افغانستان سره شریکه ده. د یاد ولایت لویه برخه سرحد د تایباد سرحدي پوستې لخوا کنټرولېږي.
په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان د اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو ستونزو د مدیریت وړتیا نه لري، جبري مهاجرت او د راتلونکي په اړه ناامیدي زرګونه افغانان اړ کړي چې د خطرناکو لارو له لارې خپل هېواد پرېږدي. له بلې خوا، د ګاونډیو هېوادونو لهخوا د افغان مهاجرینو سره امنیتي یا ځینې وخت تاوتریخجن چلند د دوی د بشري حقونو نازک وضعیت ته یو ځل بیا پام اړوي.




