ايران د امريکا سره د تماس ادعا رد کړه

يو ايراني باخبری سرچينې د «اکسيوس» رسنۍ هغه راپور رد کړی چې پکې د ايران او امريکا تر منځ د وروستيو تماسونو ادعا شوې وه او دا یې «بشپړ دروغ» بللی دی. د دې سرچينې په وينا، په وروستيو ورځو کې د دواړو خواوو تر منځ هېڅ ډول تماس نه دی رامنځته شوی.
دغه چارواکي چې له تسنيم خبري آژانس سره يې خبرې کړې دي، ټينګار کړی چې د تماسونو د پيل ادعا ناسم او له حقيقت لرې ده. نوموړي زياته کړه چې ځينې رسنيزې هڅې د ځانګړو سياسي موخو لپاره ترسره کېږي.
د ده په وينا، په داسې حال کې چې پر دونالد ټرمپ، د امريکا ولسمشر، پوځي او اقتصادي فشارونه زيات شوي، کله نا کله د خبرو اترو په اړه پيامونه خپرېږي چې د انرژۍ پر بازار اغېز کولی شي. سرچينه زياتوي چې له دغو پيامونو سره هممهاله د ايران د وګړو پر وړاندې د پوځي دښمنانه کړنو بهير نه دی کم شوی.
هغه څرګنده کړه چې تهران د امريکا د ولسمشر له ژمنو بېباوره دی او هر ممکن تړون بايد د ايران د ملي امنيت اوږدمهاله ګټې او د هغه سيمه ييزو ملګرو ګټې تضمين کړي. د نوموړي په وينا، د سيمې تحولاتو داسې بڼه غوره کړې چې حالت بېرته مخکېني وضعيت ته نه شي ستنېدلی.




