مهم خبرونهنړیوال

ايران د افغانستان د دو پخوانيو پوځیانو ترور وغنده

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په تهران ښار کې د جنرال اکرام الدين سري، او محمد امين الماس، د دوو پخوانيو افغان نظامي چارواکو او د طالبانو د ادارې د منتقدانو ترور وغنده او اعلان يې وکړ چې په دې تړاو څېړنې روانې دي.

د دې وزارت وياند، اسماعيل بقايي، د دوشنبې په ورځ د جدي په اتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، دا پېښه له لومړيو ساعتونو راهيسې د ايران د امنيتي او انتظامي بنسټونو له لوري تر جدي څېړنې لاندې ده. د هغه په وينا، ايران به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد د اوسېدونکو او ټولنې امنيت ته زيان ورسېږي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ټينګار وکړ چې دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي، او که اړتيا وي، د دې هېواد د ديپلوماسۍ اداره به هم د دې قضیې د تعقيب په بهير کې رول ولري. نوموړي د بريد د عاملينو يا د پېښې د انګېزې په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

جنرال اکرام الدين سري، چې د تخار د ولايت د پوليسو پخوانی قوماندان و، له محمد امين الماس سره، چې له پخوانيو افغان نظامي کسانو څخه و، تېرې چارشنبې په ورځ د تهران د ولي‌عصر په سيمه کې د ډزو هدف وګرځېدل او دواړه ووژل شول. دغه دواړه کسان هغه وخت افغانستان پرېښی و چې د طالبانو اداره پر واک راغله.

له دې وړاندې، د تهران والي، حسين خوش‌اقبال، ويلي و چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو لا يې وروستۍ نتيجې ته نه دي رسېدلي. نوموړي ژمنه کړې وه چې د څېړنو پايلې به اعلان شي، خو تر اوسه پرې کوم راپور نه دی خپور شوی.

دا پېښه يو ځل بيا د افغان اتباعو او د حقوقي څارونکو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې دي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په اړه چې د طالبانو د ادارې د مخالفينو او منتقدانو په توګه له هېواده وتلي، خو لا هم له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button