د ایران د بریدونو له امله له سلو څخه زیات امریکایي سرتېري ټپیان شول

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عامه اړیکو څانګې په خپل ۳۱م شمېر اعلامیه کې ویلي چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو د ۳۸م پړاو په ترڅ کې د سیمې په هغو اډو بریدونه شوي چې د امریکایي ځواکونو اړوند بلل کېږي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د «العدیری» هلیکوپټر اډه د دوو توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلې او په پایله کې یو شمېر امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي. د سپاه د ادعا له مخې، له سلو څخه زیات ټپیان د کوېت د «الجابر» او «المبارک» روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
سپاه زیاته کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو د «مینا سلمان» بندر اډې ځینې بنسټیزې برخې، په ځانګړي ډول یو مهم سیسټم چې «لیدز» نومېږي، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د «کمپ پاتریوت» او د امریکایي ځواکونو د تجهیزاتو زېرمتونونه او استوګنځایونه د «محمد الاحمد» او «علي السالم» سمندري اډو کې هم په نښه شوي دي.
د سپاه عامه اړیکو څانګې په پای کې ټینګار کړی چې پوځي عملیات به د امریکا او اسراییلو پر ضد دوام ولري، او د نښتو پای ته رسېدل به هغه مهال ممکن وي چې د دوی په وینا، د «جګړې سیوری» لرې شي.
تر د دې خبر د خپرېدو د مهال پورې، د امریکا چارواکو د دغو بریدونو د جزئیاتو په تړاو هېڅ غبرګون نهدی ښودلی.




