مهم خبرونهنړیوال

ايران د پاکستان شل بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ورکړه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اعلان کړی چې د ايران اسلامي جمهوريت د پاکستان د بيرغ لرونکو شلو بېړيو ته اجازه ورکړې چې د هرمز له تنګي تېرې شي. د ده په وينا، دغه بېړۍ به هره ورځ په منځنۍ توګه دوه بېړۍ د دې ستراتیژیکې لارې له لارې تېرېږي.

اسحاق دار د تهران دا پرېکړه «مثبت او رغنده ګام» بللی او ويلي يې دي چې دا ډول اقدام د ستاينې وړ دی. ده ټينګار کړی چې دغه موافقه کولای شي د سيمې د باور او ثبات فضا پياوړې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې دا اعلان د سولې پر لور یو مهم ګام دی او د دواړو هېوادونو ګډې هڅې د تاو تريخوالي د کمېدو او د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا سبب ګرځي.

هغه همدارنګه د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ پر ارزښت ټينګار کړی او ويلي يې دي چې يوازينۍ پايداره حللار د رغنده تعامل او د باور جوړونې له لارې ترلاسه کېدای شي. د هرمز تنګي د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي چې د انرژۍ د سوداګرۍ يوه لويه برخه ترې تېرېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button