ایران: د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د بشري کرامت خلاف دي

د ملګرو ملتونو لپاره د ایران دایمي استازي، امیر سعید ایرواني، د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته کې وویل، د دغه هېواد خلک لا هم له بشري بحرانونو، ناامنۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
ایرواني زیاته کړه، له یوې خوا د ژمي د رارسېدو او له بلې خوا د وروستیو زلزلو له امله وضعه لا زیاته نازکه شوې او د خوراکي ناامنۍ او خوارځواکۍ د پراخېدو احتمال ډېر شوی دی.
نوموړي د ۲۰۲۵ کال د بشري مرستو د پروګرام د مالي منابعو کمښت یو جدي ګواښ وباله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې خپلې مرستې ډېرې کړي؛ څو د مرستو بهیر ونه درېږي. هغه خبرداری ورکړ، که کافي مالي منابع برابر نه شي، نو ښځې او ماشومان به تر ټولو ډېر زیان وویني.
د ایران استازي د طالبانو له ادارې سره پر عملي او هدفمند تعامل ټینګار وکړ او ویې ویل، بشري مرستې باید سیاسي بڼه ونه لري. هغه دا هم وویل چې باید پر افغانستان لګول شوې اقتصادي بندیزونه لرې شي او د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي؛ تر څو خلک وکولای شي خپلې بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
ایرواني په افغانستان کې د ښځو او نجونو پرضد لګېدلي محدودیتونه د بشري کرامت خلاف او له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وبلل. هغه ټینګار وکړ، دا محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي. هغه زیاته کړه، رغنده خبرې اترې کولای شي د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او قومونو د حقونو د درناوي لپاره اغېزناک لار واوسي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو اداره په ډېرو برخو کې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه لګولي، چې له نړیوالو ادارو سره له پراخ مخالفت سره مخ شوي دي.
د ایرواني په وینا، د داسې یو ټولشموله حکومت جوړېدل چې د افغانانو واقعي اراده څرګنده کړي، یوازینی لاره ده چې له لارې یې دایمي سولې ته رسېدلای شو او د یوې بلې کډوالۍ د څپې مخه نیولای شو. نوموړي خبرداری ورکړ، که طالبان د واک انحصار ته دوام ورکړي، افغانستان به د اوږدې بېثباتۍ لوري ته ورټېل وهل شي.
هغه د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د داعش د خراسان څانګې، فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره یو جدي تهدید وباله او ویې ویل، نړیواله ټولنه باید د دغه ګواښ پر وړاندې خپل نظارت او همکاری پراخه کړي. د ده په باور، باید افغانستان د ترهګرو ډلو او نشهيي توکو د قاچاق لپاره له خوندي پټنځای څخه یو مصؤون او خپلواک هېواد ته واوړي.
ایرواني همداراز د افغانستان له ګاونډیانو سره پر ګډو پولو د امنیتي اندېښنو یادونه وکړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د خپلو خاورو څخه د وسلهوالو ډلو پر فعالیت جدي بندیز ولګوي. هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي ثبات سره ژور تړاو لري او د افغانستان بېثباتي د دې دواړو هېوادونو امنیت ته مستقیم زیان رسوي.
نوموړي همداراز وویل، تهران چمتو دی څو د کابل او اسلامآباد ترمنځ همکاريو ته زمینه برابره کړي او د سیمې د بهرنیو چارو وزیرانو یوه غونډه جوړه کړي؛ تر څو شخړې راکمې شي. هغه زیاته کړه، نظر ته په دې چې میلیونونه افغان کډوال د ایران په خاوره کې مېشت دي، د افغانستان ثبات د ایران لپاره یو عاجل اهمیت لري او له طالبانو سره عملي خبرې یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.
ایرواني د ځينو بندیزونو پر وړاندې نیوکه وکړه او د چابهار بندر اهمیت ته یې اشاره وکړه. هغه وویل، چابهار بندر د افغانستان لپاره د ازادو اوبو ته د لاسرسي یوه اساسي لاره او د اړینو مرستو د انتقال یوه حیاتي رګ ده. هغه وویل، یو اړخیز بندیزونه د افغانستان اقتصادي او بشري ثبات ته زیان رسوي او ایران چمتو دی چې د چابهار بندر ظرفیتونه د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره وکاروي.




