ایران به د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې کوربهتوب کوي

ایراني چارواکو اعلان کړی چې دوی د افغانستان د بدلونونو په اړه یوه سیمه ییزه غونډه د دسمبر په میاشت کې پلان کړې، چې ټاکل شوې ده په تهران کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او روسیې په ګډون جوړه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سعید خطیبزاده، د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې غونډې اصلي موخه د افغانستان روان وضعیت ارزول، د سیمې د همکاریو پراخول، او د یوه ګډ تماس ګروپ جوړول دي، چې هدف یې د ثبات ساتل او د افغانستان له ولس سره مرسته ده.
نوموړي زیاته کړه چې دا تماس ګروپ به د افغانستان له ګاونډیانو سره سره، روسیه او چین هم پکې شامل وي. د خبرو تمرکز به په مرستندویه لارو چارو، د سیمې د امنیت پیاوړتیا، او د اړخونو ترمنځ منځګړیتوب وي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، تهران هڅه کړې چې منځګړیتوب وکړي. خطیبزاده وایي چې دوی په وروستیو ورځو کې یو شمېر اقدامات کړي څو د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ راکم کړي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه هغه مهال زیاته شوه چې د اکتوبر په ۹مه د پاکستان پوځ د افغانستان پر یوې سیمې هوايي برید وکړ. راپورونه ښيي چې په دې برید کې د پاکستاني طالبانو درې قوماندانان ووژل شول. وروسته طالبانو وویل چې ددې برید غچ به اخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې نښتې پیل شوې. دغه نښتې تر ۱۵م اکتوبر پورې دوام وکړ، خو بالاخره دواړو خواوو د یوې لنډمهالې اوربند هوکړه وکړه او د سرحدي سولې خبرې پیل شوې.




