سياستمهم خبرونه

ایران د افغانستان پر وضعیت سیمه‌ییز کنفرانس کوربه‌توب ته چمتو کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران به راتلونکې اونۍ د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره د یوه ځانګړي سیمه‌ییز کنفرانس کوربه وي. دا غونډه به د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شي.

بقایي زیاته کړې چې ایران له افغانستان او پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره منظم او دوامداره خبرې لري، او هڅه کوي چې په سیمه کې د امنیت او ثبات په برخه کې همغږي نوره هم ټینګه کړي.

هغه ټینګار کړی چې ایران د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ستونزو د کمولو او د ښه تفاهم د رامنځته کولو لپاره هېڅ ډول هڅه نه سپموي.

د سیمې د چارو شنونکي وایي، دا ډول ناستې، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له دننیو او بهرنيو ننګونو سره مخ دی، کولی شي د امنیتي اندېښنو او د افغان اتباعو پر شرایطو د ګاونډیو هېوادونو مشروع اندېښنې مطرح کړي. خو دوی زیاتوي، د دا ډول نوښتونو بریا د ټولو ښکیلو لوریو پر ژمنتیا او عملي همکاریو پورې تړلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button