ایران راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه سیمهییز کنفرانس کوربهتوب کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلام کړی چې تهران به راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوه سیمهییز کنفرانس کوربه وي، چې موخهیې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د همکاریو او ثبات د پیاوړتیا لپاره خبرې اترې دي.
د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي خبریالانو ته ویلي چې ایران د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې په ګډون له خپلو ګاونډیانو سره ارتباط لري، او دا کنفرانس د هغو اړیکو یوه برخه ده. نوموړي زیاته کړه چې هېوادیې هڅه کوي د سیمهییزې ډیپلوماسۍ له لارې د کړکېچونو د کمېدو او د هېوادونو ترمنځ د تفاهم د پراختیا لپاره کار وکړي.
بقایي ټینګار کړی چې دا کنفرانس د ایران او د هغې د ګاونډیانو ترمنځ د پرلپسې خبرو پایله ده او هیلهیې څرګنده کړې چې دغه نوې هڅه وکولای شي د افغانستان د راتلونکې لپاره د لا اغېزناکو همکاریو زمینه برابره کړي.
په داسې حال کې چې د کابل اداره چې طالبان یې پر مخ وړي، تر اوسه د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نهده پېژندل شوې او سیاسي او اقتصادي کړکېچونه لا هم دوام لري، دغه راز سیمهییز کنفرانسونه عموماً په دې موخه جوړېږي چې د افغانستان د ثبات لپاره ګډ حللاره ولټول شي او ناامني نورو ګاونډیو هېوادونو ته خپره نه شي.




