ایران: سږکال نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني وایي، د روان لمریز کال په ترڅ کې له یو میلیون او پنځه سوه زره ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال سازمانونه د دې ستنېدنو ډېری برخه جبري بولي.
مومني ادعا کوي چې شاوخوا ۷۰ سلنه دا بېرته ستنېدل “خپلمنځي” یا ‘رضاکارانه’ دي او د ده په وینا، دا چاره د ایران په اقتصاد، ټولنه او امنیتي برخو کې څرګند اغېز کړی. نوموړي دغه بهیر یوه “لويه هڅه” بللې ده.
د ایران د کورنیو چارو وزیر، د چهارشنبې په ورځ د “د اتباعو چارو د سیاست ټاکنې او همغږۍ شورا” غونډې ته وویل چې دا هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو محدود ظرفیت لري. هغه زیاته کړه چې سره له دې چې ایران او افغانستان تاریخي ګډوالی لري، خو اوسنی حالت د لا ډېرو کډوالو کوربه توب نه شي زغملای.
نوموړي همداراز یو نوي پلان ته اشاره وکړه چې موخه یې هغو خارجي کډوالو ته د کاري ویزو ورکول دي چې د ایران د کار وزارت له تعریف سره سم، په ځانګړو مسلکونو کې بوخت وي. هغه ویلي که دا کسان له داخلي تولید سره له مداخلې پرته، په هغو مشخصو دندو کې فعال وي چې ایرانی اتباع یې سیال نه وي، نو هغوی ته به د یوه تنظیم شوي پلان له مخې کاري ویزې ورکړل شي، تر څو د کارګرانو شمېر معلوم او هر کارکوونکی د اړتیا وړ کارګر ولري.
سره له دې، مومني ویلي چې افغان کډوالو د بېرته ستنولو پلان به په جدي ډول دوام وکړي، که څه هم د ده په وینا، ددې بهیر ارزونې او بیاکتنې به هم ترسره شي. نوموړي دا هم ادعا کړې چې د سروېګانو له مخې د ایران خلکو اکثریت له دې پلان سره موافق دي.
خو رسمي راپورونه ښيي چې د ایران ادارې هره ورځ نېږدې ۳۰۰ افغان کډوال – چې پکې ښځې، ماشومان او مشران شامل دي – د پولو له لارې پر زور وایستل. دا شمېره په وروستیو میاشتو کې کله کله تر زرګونو کسانو په ورځ کې هم رسېدلې ده.
دا جبري ایستل سخت نړیوال غبرګونونه او د بشري حقونو مدافعانو انتقادونه راپارولي دي. سره له دې چې پر دغو اقداماتو پراخې نیوکې شوې، ایراني چارواکي لاهم د دې بهیر د دوام خبره کوي.
د افغان کډوالو دا جبري ستنېدل داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان، په تېره بیا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، له ګڼو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره لاس و ګرېوان دی. زیاتره نړیوال سازمانونه دا چاره غیر انساني بولي او د ایران لهخوا د کډوالو په وړاندې د نړیوالو ژمنو خلاف عمل يې ګڼي.




