د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

ایران کې د افغان کډوالو شمېر ۴.۴ میلیونه اعلان شوی

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي. دا شمېرې په رسمي سرشمېرنه ولاړې دي.

مومني همداراز ویلي چې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال دا مهال ایران کې حضور لري، خو د وروستیو میاشتو پر مهال لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه یې اړ ایستل شوي چې هېواد پرېږدي. نوموړي زیاته کړې چې د روان لمریز کال تر پایه پلان لري نږدې دوه میلیونه نور افغان کډوال له هېواده وباسي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې ایران د افغان کډوالو د جبري ایستنې بهیر چټک کړی، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. ډېرې بېرته استول شوې کورنۍ د افغانستان دننه له سختو اقتصادي ستونزو، سرپناه نشتوالي او امنیتي ګواښونو سره مخ دي. سره له دې چې دا کورنۍ ډېرې زیان منې بلل کېږي، خو داسې نه مالومیږي چې د طالبانو اداره د دوی د ملاتړ لپاره کوم څرګند پروګرام ولري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو چارو مرستیال محمد سراواني په یوې تازه غونډه کې ویلي چې د نړیوالو معیارونو له مخې، یوازې درې سلنه د هر هېواد نفوس باید له بهرنیو اتباعو څخه جوړ وي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو پراخ حضور لږ تر لږه په ۱۵ ښارونو کې، د یوه همغږي پلان او دقیق مدیریت ته اړتیا لري.

سراواني د افغان کډوالو د هویتیزو معلوماتو تکراري بدلونونه یوه ستره ننګونه بللې او ویلي یې دي چې باید د زده‌کړې، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو او امنیت په برخو کې د معلوماتو تعقیبېدونکی سیستم جوړ شي.

په ورته وخت کې، د ایران د احصایې مرکز یو چارواکی ویلي، د تهران، خراسان رضوي او اصفهان ولایتونه د ایران ۶۰ سلنه بهرني اتباع زغمي. د احصایې له مخې، د نارینه کډوالو شمېر تر ښځینه ډېر دی.

سره له دې چې دا څرګندونې اندېښنې راولاړوي، حکومت د کډوالو د بشري حقونو او قانوني ملاتړ په اړه کومه یادونه نه ده کړې.

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له ډېر فشار او نامعلوم برخلیک سره مخ دي، د طالبانو د ادارې غبرګون لا هم چوپتیا او بې اغېزې پاتې شوی. د بشر حقونو ملاتړو ادارو او نړیوالې ټولنې بیا بیا د پناه غوښتونکو د حقونو درناوي غوښتنه کړې، خو ایران د افغان کډوالو په وړاندې خپله روانه پالېسي له نړیوالو ژمنو سره همغږې نه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button