سياستمهم خبرونه

ايران د افغانستان او پاکستان د خبرو اسانتيا لپاره د مرستې چمتووالی ښوولی

سید عباس عراقچي ويلي، د ايران اسلامي جمهوريت چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د اسانتيا، تفاهم او همکارۍ د پياوړتيا لپاره مرسته وکړي.

نوموړي د مبارک رمضان مياشتې ته په اشارې سره وويل، دا مياشت د زغم او د اسلامي نړۍ د يووالي د پياوړتيا لپاره مناسبه ده، او ټينګار يې وکړ چې افغانستان او پاکستان بايد شته اختلافونه د ښه ګاونډيتوب په چوکاټ کې او د خبرو له لارې حل کړي.

عراقچي زياته کړه چې رغنده خبرې او تعامل کولی شي د تاوتريخوالو د کمېدو او د سيمه‌ييزې همکارۍ د پراخېدو زمينه برابره کړي. هغه څرګنده کړه چې ايران چمتو دی هر ډول اړينه مرسته وکړي تر څو د دواړو لوريو نظرونه يو بل ته نږدې کړي.

په دې وروستيو کې د پاکستان او د طالبانو تر ادارې ترمنځ نوي سياسي او پوځي تاوتريخوالي د سيمې او نړۍ په کچه زياتې اندېښنې راپارولې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button