دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

ایران: د افغانستان ګاونډیانو ترمنځ منظمو خبرو ته اړتیا ده

د افغانستان په اړه د یوه سیمه‌ییز کنفرانس په پیل کې چې په تهران کې جوړ شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د منظمو خبرو اترو میکانېزم جوړول یوه ستراتیژیکه اړتیا ده او دا کار د بدګمانیو د کمولو مهم عامل ګڼل کېږي.

عراقچي څرګنده کړه چې دا ډول غونډې کولای شي د سیاستونو، اقتصادي پروګرامونو، د سرحدونو د مدیریت او بشري همکاریو د همغږۍ زمینه برابره کړي او په نتیجه کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمېدو او همکاریو د پیاوړتیا سبب شي.

دغه ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د کابل او اسلام‌‏آباد ترمنځ ترینګلتیا د بحث یو مهم محور بلل شوی، خو د طالبانو د ادارې هېڅ استازی پکې ګډون نه لري. تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل ویلي و چې د رسمي بلنې باوجود، طالبان په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

ده ویلي و چې طالبان غواړي له سیمې سره خپلې اړیکې د سیمه‏‌ییزو او دوه‌‏ اړخیزو سازمانونو او میکانیزمونو له لارې پر مخ بوزي او ترجيح ورکوي چې تعاملات دې همدغو چوکاټونو کې دوام ومومي. دا دریځ، چې د طالبانو د ادارې د پرله‏‌پسې نه ګډون له امله په مهمو سیمه‏‌ییزو غونډو کې، د دې تګلارې د اغېزمنتیا او روڼتیا په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

په د‌غې غونډه کې، د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي د افغانستان په چارو کې ګډون لري. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې د اسلام‌‏آباد پلاوی، چې په کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی او په کابل او تهران کې د دغه هېواد سفیران شامل دي، په دې غونډه کې برخه اخیستې او تمه ده چې د افغانستان د وضعیت په اړه، په خاص ډول امنیتي ننګونو، خپل لیدلوری شریک کړي.

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په پخواني خبرپاڼه کې د طالبانو د استازو د ګډون یا نه ګډون په اړه مشخص څه نه و ویل شوي، خو ټینګار شوی و چې دا غونډه د افغانستان پر موضوع تمرکز لري او د سیمې د ځانګړو استازو په حضور کې په تهران کې ترسره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button