مهم خبرونهنړیوال
د ايران او افغانستان د رسنيو ترمنځ خبرې اترې په کابل کې ترسره شوې

د ايران اسلامي جمهوريت سفارت په کابل کې ويلي، د ايران د صدا او سيما شبکې د نړيوالو چارو رئيس عباس محمدنژاد د افغانستان د ملي راډيو او ټلويزيون له رئيس قاري محمد يوسف احمدي سره کتنه او خبرې کړې دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې ليدنې اصلي موضوع د رسنيزو همکاريو د پراختيا لارو ارزونه وه، چې په دې کې د کاري پلاوو تبادله او د ګډو روزنيزو کارګاهګانو جوړول شامل دي.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو او تفاهم د پياوړتيا په برخه کې د رسنيو رول ته هم اشاره شوې او دواړو لوريو په دې اړه د خبرو دوام ته ټينګار کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان ملي راډيو او ټلويزيون دا مهال د طالبانو تر ادارې لاندې فعاليت کوي، او په دې چوکاټ کې د رسنيزو همکاريو بڼه او منځپانګه تل د بيان د آزادۍ د څارونکو بنسټونو پام ځان ته رااړوي.




