د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) استازي په افغانستان کې پرون د چین د ولسي جمهوریت له سفیر سره په کابل کې کتنه وکړه. په دې ناسته کې د افغان بېرته راستانه شویو کډوالو وضعیت او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراخولو لارې چارې وڅېړل شوې.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې باید څو اړخیزې هڅې پیاوړې شي څو له هغو افغانانو ملاتړ وشي چې له اوږدې بېځايه کېدو وروسته بېرته هېواد ته راګرځي. دا خبرې اترې داسې مهال ترسره کېږي چې لسګونه زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي، خو د ملاتړ لپاره کوم روښانه پروګرام نه لري او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
طالبان چې دا مهال د هېواد کنټرول په لاس کې لري، تر اوسه د بېرته راستانه شوو کسانو د منلو، ځای پر ځای کولو او د دوی د تل پاتې ادغام لپاره هېڅ منظم پلان نهدی وړاندې کړی. نړیوالو ادارو څو ځلي خبرداری ورکړی چې که لازمه مرسته و نهشي، د بیرته ستنیدو بهیر کولای شي یو نوی بشري بحراني وضعیت رامنځته کړي.
د UNHCR استازي او د چین سفیر پر دې هم ټینګار وکړ چې باید څو اړخیزې همکارۍ پیاوړې شي څو د افغانستان د زیات زیان منونکو ټولنیزو قشرونو، په ځانګړي ډول د بېرته ستنېدونکو، وضعیت ته رسیدنه وشي. دواړو ژمنه وکړه چې له شته امکاناتو څخه به د وضعیت د ښه والي لپاره پراخ کار واخلي.




