اقتصادمهم خبرونه

ايران د افغانستان او چين سره د ګډې ازادې سوداګريزې سیمې د جوړېدو طرح تصویب کړه

د ايران د خراسان جنوبي د اقتصاد او دارايي رئيس اعلان کړی چې د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د ايران، افغانستان او چين ترمنځ د يوې نړيوالې ګډې ازادې سوداګريزې سيمې د جوړېدو طرح تصویب کړې ده.

مرتضی ذاکريان له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، د دې ګډې سوداګريزې او صنعتي سيمې جوړول به د دریو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو ظرفيت زيات کړي او د اقتصادي همکاريو د پراختيا زمينه برابره کړي.

د هغه په وينا، د داسې يوې سيمې پيل به د سوداګريزو تبادلو د پراخېدو تر څنګ، د سرحدي سيمو اوسېدونکو ته د کار نور فرصتونه رامنځته کړي او د ټکنالوژۍ د لېږد او اقتصادي زيربناوو د پياوړتيا لپاره هم شرايط برابر کړي.

ذاکريان د ايران، افغانستان او چين د مساحت، نفوس، توليدي ظرفيتونو او اقتصادي حالت ته په اشارې سره ويلي چې دا درې هېوادونه د يوې قوي نړيوالې ازادې سوداګريزې سيمې د رامنځته کولو لازمه وړتيا لري. د ازادو سوداګريزو سيمو جوړول عموماً د ګمرکي خنډونو د کمولو او د ګډو پانګونو د اسانتيا لپاره د هېوادونو تر منځ ترسره کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button