سياستمهم خبرونه

ایران: امریکا او ناټو ته مو د افغانستان پر ضد د هوايي حریم کارولو اجازه نه ده ورکړې

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست په کابل کې ویلي چې تهران د افغانستان د جګړې پر مهال امریکا او ناټو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ایران له هوايي یا ځمکنۍ قلمرو څخه د افغانستان پر ضد پوځي بریدونه وکړي. هغه ټینګار وکړ که د سیمې هېوادونه امریکا او ناټو ته د اډو د برابرولو مخه نیولې وای، نو په سیمه کې د داسې بریدونو اجرا ممکنه نه وه.

علیرضا بیکدلي د یوه ایراني رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې ایران هېڅکله اجازه نه ده ورکړې چې له خپل قلمرو څخه د افغانستان پر ضد استفاده وشي. د هغه په وینا، هغه هېوادونه چې نن خپله خاوره نورو ته ورکوي، باید درک کړي چې دا ډول همکاري کولای شي د نوو شخړو لامل شي.

هغه دا هم وویل چې د جګړې پر مهال د طالبانو اداره او د افغانستان ولس د ورورولۍ په روحیه د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ وو. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره له واک ته ستنېدو وروسته هڅه کړې چې خپلې سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي، خو منتقدان وایي دا هڅې د دغې ادارې د سیاسي موقعیت د پیاوړتیا لپاره دي.

د ایران د سفارت سرپرست په کابل کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې موجود ظرفیتونه او فرصتونه د تهران او کابل د همکارۍ د پراختیا لپاره روښانه راتلونکی ښيي. د هغه په وینا، په تېرو نږدې څلور نیمو کلونو کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو او د طالبانو د ادارې د ایران سره د همکارۍ د لېوالتیا له امله، د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې پرمختګ کړی دی.

له دې مخکې امیرخان متقي، د طالبانو د ادارې د بهرنيو چارو وزیر، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په خبرو کې د امریکا او اسراییلو ګډ بریدونه پر ایران غندلي وو؛ دا دریځ داسې تعبیر شوی چې ګواکي تهران او د طالبانو اداره د سیمې په وروستیو تحولاتو کې سیاسي نژدېوالی لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button