ایران د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د تضمیني پېرودلو لپاره چمتووالی اعلان کړ

د ايران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې ریس اعلان کړی چې ايران چمتو ده د افغانستان کرنيز او مالداري محصولات په تضمیني ډول وپېري او واردات يې پيل کړي. د هغه په وينا، دا اقدام کولای شي د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ توازن ښه او د افغانستان عایدات زیات کړي.
محمود سیادت ویلي چې د روان کال په نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ايران ته ۱۵۶ سلنه زیات شوي، او که د دواړو لورو خصوصي سکتورونو او دولتي ادارو ترمنځ همکاري پياوړې شي، دا بهیر څو چنده کېدای شي.
ده زياته کړه چې افغانستان په کرنه، باغدارۍ، مالدارۍ، د پنبې توليد، دالو او تازه غوښې په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري، او که د باوري صادراتي بازار زمينه برابره شي، دا به د توليد د زياتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لامل شي.
اقتصادي کارپوهان تل ټينګار کوي چې د کرنيزو محصولاتو صادرول، په ځانګړي ډول سيمه ييزو بازارونو ته، په دې برخه کې مهم رول لري چې اقتصادي انحصار راکم او د کليوالو سيمو عاید لوړ کړي؛ هغه موضوع چې د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت له پلوه ځانګړې اهميت لري.




