ایران د اسناد نهلرونکو افغان زدهکوونکو له ایستلو وروسته د انلاین زدهکړو اسانتیا برابروي

د هغو افغان مهاجر زدهکوونکو لپاره چې له ایران څخه بهر ایستل شوي، دا هېواد چمتو دی چې د انلاین زدهکړې زمینه برابر کړي. هممهاله له دې چې د اسنادو نهلرونکو افغان کډوالو جبري ایستل دوام لري، د ایران د کورنیو چارو وزارت یو چارواکی ویلي چې د هغو زدهکوونکو لپاره چې افغانستان ته ستانه شوي، د انلاین ښوونې خدمتونه وړاندیز شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د مهاجرینو او بهرنیو وګړو د چارو مشر نادر یاراحمدي ویلي چې له مهاجرینو د ایستنې د طرحې له پلي کېدو وروسته، د هغو افغان زدهکوونکو لپاره چې له ایرانه وتلي، د انلاین زدهکړې مسله راپورته شوې ده. نوموړي ویلي، سره له دې چې څه باندې ۲۸۰ زره زدهکوونکي افغانستان ته ستانه شوي، تر اوسه له دوی څخه د انلاین زدهکړې لپاره کومه غوښتنه نهده ترلاسه شوې او دې طرحې ته ښه هرکلی نهدی شوی.
په همدې حال کې، یاراحمدي ویلي چې په روان تعلیمي کال کې نږدې ۳۰۰ زره افغان مهاجر زدهکوونکي په ایران کې شامل شوي دي او د نوملیکنې بهیر لا هم روان دی. سره له دې، هغه زدهکوونکي چې افغانستان ته ستانه شوي، له دې تعلیمي فرصته بېبرخې پاتې دي.
نوموړي دا هم ویلي چې د ایران د کورنیو چارو وزارت لا هم چمتو دی چې د لیرې ښوونې اسانتیاوې برابرې کړي، او که زدهکوونکي علاقه ولري، دغه وزارت به ښوونیز پلتفورم (سیستم) هم بېمصرفه ورکړي؛ یوازې د انټرنټ لګښت به د زدهکوونکو پر غاړه وي.
د بشري حقونو کارپوهان وايي چې د طالبانو حکومت د زدهکړې برخه کې سختدریځه پالیسۍ او د افغان ستانه شویو ماشومانو د تعلیمي اړتیاوو پر وړاندې بېپروايي، د دې زدهکوونکو راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده. تر دې دمه طالبان د مهاجرینو پراخه ستنېدنې او د هغوی د تعلیمي اړتیاوو په برخه کې کوم جدي او مؤثر اقدامات نهدي کړي، او میلیونونه افغان ماشومان له زدهکړې بېبرخې دي.




