ایران: د افغانستاني مهاجرو لپاره نړیوالې مرستې کمې شوې دي

د ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني وايي، نړیواله ټولنه د افغانستاني مهاجرو په برخه کې خپلې اساسي ژمنې نه دي پوره کړي او د دغو مهاجرو لپاره نړیوالې مالي مرستې نژدې ۶۰ سلنه کمې شوي دي. نوموړي په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال وویل چې دا حالت پر ایران ډېر زیات فشار اچولی، ځکه اوس مهال دغه هېواد د میلیونونو افغانستاني مهاجرو کوربه دی.
ایرواني وویل، د افغانستان نږدې شپږ میلیونه اتباعو ته یوازې ایران نشي کولی د کوربهوالي دروند بار پر اوږو واخلي، ځکه دا کار د نړیوالو ترمنځ د مسئولیتونو د ویش له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستاني مهاجرو په برخه کې فعاله، عادلانه او اغېزمنه ونډه واخلي.
د ایران استازي همداراز د افغانستان د سولې لپاره د پخواني امریکایي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې رد کړې وې او ویې ویل چې ایران یوازې هغه کسان بېرته افغانستان ته استوي چې قانوني اسناد ونه لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په وروستیو کلونو کې ایران او پاکستان ته د افغانستاني مهاجرو شمېر زیات شوی. د مهاجرت چارو کارپوهان وايي که نړیوالې مرستې لا هم راکمې شي، نو دا به د مهاجرو اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي او د هغوی د داوطلبانه بېرته ستنېدو روند ته به هم زیان ورسوي.




