د عراقچي او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مشر تر منځ د سيمې د وضعيت په اړه ټلیفوني خبرې

د ايران د بهرنيو چارو وزير او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئول د تېرې مودې د تاوتريخوالو او د هغې د سیمهييزو او نړيوالو پايلو په اړه د يو ټلیفوني تماس له لارې خبرې وکړې. دا تماس د سيد عباس عراقچي او کایا کالاس تر منځ ترسره شوی دی.
د خپرې شوې راپور له مخې، دواړو لورو د وروستيو تحولاتو اغېزې او د تاوتريخوالي د پراخېدو پر اړه اندېښنې وڅېړلې. همدارنګه د وروستيو پېښو پر سیمهييز ثبات د اغېز موضوع د دې خبرو اترو يو له مهمو محورونو څخه وه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغه تماس کې د امريکا متحد ايالاتو او اسرائيلو وروستي بريدونه غندلي او ويلي يې دي چې د دغو پېښو پر مهال د ملکي زېربناوو لکه روغتونونو، ښوونځيو او استوګنيزو کورونو ته زيان رسېدلی دی. هغه ټينګار وکړ چې ټول حکومتونه د داسې پېښو پر وړاندې دريځ لرلو مسووليت لري.
عراقچي همدارنګه د ځينو اروپايي هېوادونو د دريځونو په يادولو سره د “دوهګونې تګلارې” له امله نيوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د دغو تحولاتو په وړاندې هر ډول ملاتړ يا چوپتيا جدي پايلې لرلی شي. ده زياته کړه چې ايران د خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا پر ساتنه ټينګار کوي.
بلخوا، اروپايي ټولنې په وروستيو کلونو کې تل په سيمه کې د تاوتريخوالي د کمښت او د ديپلوماتيکو لارو د بيا فعالېدو غوښتنه کړې ده. د دې ټليفوني تماس په اړه د اروپايي ټولنې رسمي دريځ لا تراوسه په جزيياتو کې نه دی خپور شوی.




