اراکچي: موږ د اوربند غوښتنه نه ده کړې

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير عباس اراکچي اعلان کړی چې ايران هېڅ ډول د اوربند غوښتنه نه ده کړې او د هغه په وينا د «مقاومت» لړۍ به دوام لري. نوموړي ټينګار وکړ چې تهران په دې اړه هېڅ پيغام نه دی لېږلی.
عباس اراکچي نن د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند له خبري ناسته سره يوځای خبريالانو ته وويل چې هېواد يې «سخت خو ویاړمنې» ورځې تر شا پرېېښې دي. د ده په وينا، اسلامي جمهوريت په تېره يوه کال کې له دوو جګړو سره مخ شوی او د دې مودې په ترڅ کې یې ځاني تلفات هم درلودلي.
هغه زياته کړه چې د دغو جګړو په لومړيو کې مخالف لوري د «بې قيد و شرط تسليمۍ» غوښتنه کوله، خو د ده په وينا، وروسته له ۱۲ ورځو د «بې قيد و شرط اوربند» غوښتنه وکړه. اراکچي ادعا وکړه چې دا نمونه په تازه شخړو کې هم تکرار شوې او فشارونه لا پياوړي شوي دي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د وروستيو نږدې ۱۵ ورځو نښتو پر مهال د هرمز تنګي امنيت هم مطرح شوی او يو شمېر هېوادونه د دې ستراتيژيک دريايي لاري د پرانستې ساتلو لپاره هڅې کوي. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.
اراکچي ټينګار وکړ چې ايران به د ده په وينا «بېتزلزله» مقاومت ته دوام ورکړي، خو همدارنګه یې وويل چې جګړه بايد داسې پاې ته ورسېږي چې د هغې د بيا تکرار زمينه له منځه ولاړه شي.
نوموړي تېره شپه د امريکا له سيبياس شبکې سره په مرکه کې هم څرګنده کړې وه چې تهران هېڅ د اوربند غوښتنه نه ده کړې.




