اقتصادمهم خبرونه

د کډوالو نړیوال سازمان له خوا په لغمان کې د کوچنيو کاروبارونو پراختيا ته ملاتړ

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ويلي، چې د دې ادارې ملاتړ له کوچنیو کاروبارونو څخه په لغمان ولايت کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورني توليد په زياتېدو کې مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، وحید، چې د لغمان یو اوسیدونکی دی، خپل کار یې له یوه کوچني دکان څخه پیل کړی و چې بوجۍ به یې پلورلې. د IOM ادارې او د اروپايي اتحاديې په مرسته هغه وکولای شول چې خپل تولید زیات کړي او یو شمېر سیمه ییزو کسانو ته د کار زمینه برابر کړي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، اوس دا کارگاه تر هغه حده پراخ شوی چې د پلاستيکي بوجیو د تولید پلانونه هم تر لاس لاندې نیول شوي دي. دغه اقدام کولای شي، په ځانګړي ډول راستنېدونکو ته نوي کاري فرصتونه برابر کړي.

لغمان له هغو ولايتونو څخه شميرل کېږي چې د دغه ولايت ډېر اقتصاد پر کوچنيو کاري پروژو او ځايي پانګونه ولاړ دی. نړيوالې مؤسسې هڅه کوي چې له همدې لارې د خلکو اقتصادي زغم او تابیا پیاوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button