روغتيامهم خبرونهمهم سرلیک

د IOM راپور: په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو لاسرسی لاهم جدي ستونزې لري

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ويلي چې په افغانستان کې د روغتيايي خدمتونو حالت لاهم د اندېښنې وړ دی او ميليونونه افغان وګړي، په ځانګړي ډول بېرته ستنېدونکي او زيان‌منونکي کورنۍ، له بنسټيزو خدمتونو سره د کمښت له ستونزو سره مخ دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د جدي په لسمه، په يوه راپور کې ويلي چې يواځې د ۲۰۲۵ کال په دوران کې، ټولټال ۵۰۸ زره او ۴۳۱ روغتيايي مشورې د بېرته ستنېدونکو، کور دننه بې‌ځايه شوو او زيان‌منونکو کورنيو لپاره د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې وړاندې شوي دي.

د راپور له مخې، دغه خدمتونه عامې روغتيايي پاملرنې، د ذهني روغتيا مشورې او رواني–ټولنيزې ملاتړ پروګرامونه رانغاړي، او هڅه شوې چې د خطرونو له ګواښ سره مخ خلکو د عاجلو اړتياوو يوه برخه پوره کړي.

په دوام کې ويل شوي چې ۶۴ زره او ۹۴۷ ښځو له دغو روغتيايي خدمتونو ګټه اخيستې او له ۹۱ زره ډېرو ماشومانو ته د خوارځواکۍ له پلوه معاينه شوې ده؛ دا چاره د هېواد د اوسني حالت له امله د ماشومانو د جدي زيان‌منونکې وضعې څرګندونه کوي.

مهاجرت نړيوال سازمان زياته کړې چې له ۴۸ زره ډېرو نورو کسانو ته د ذهني روغتيا مشورې او رواني–ټولنيز ملاتړ هم برابر شوی، هغه خدمتونه چې د اقتصادي او ټولنيزو فشارونو له زياتېدو سره يې اړتيا نوره هم زياته شوې ده.

راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ويلي و، په ۲۰۲۵ کال کې به له دوو ميليونو ډېر افغانان هېواد ته بېرته راستانه شي. کارپوهان وايي، د اغېزناکو پلانونو نشتوالی او د طالبانو تر اداره لاندې د خدمتونو د زيربناوو کمزورتيا، د پراخ بېرته ستنېدو بهير د خلکو د ژوند د ستونزو د زياتېدو او د هېواد د روغتيايي نظام د لا فشار عامل ګرځولی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button