ټولنه‌یزمهم خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان: په افغانستان کې زرګونه زیانمنې کورنۍ بیړنۍ مرستې ترلاسه کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د افغانستان په اوږدو کې له ۲۷ زره او ۶۷۹ هغو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وېشلې دي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي دي. د دغو کورنیو ډېری یې د سېلابونو، سړې هوا او نورو طبیعي افتونو له مستقیمو اغېزو سره مخ دي.

د دې معلوماتو له مخې، له هغو کورنیو څخه چې مرستې یې تر لاسه کړې، ۶ زره او ۹۰۱ ډېره زیانمنه کورنۍ په ژمي کې ځانګړي ژمنیز بسته‌جات ترلاسه کړي دي؛ هغه ملاتړ چې د هېواد په سړه او وروسته پاتې سیمه‌وو کې د بقا لپاره حیاتي بلل کېږي.

افغانستان هر کال د پراخو طبیعي پېښو شاهد وي؛ پېښې چې د نړیوالو بنسټونو په وینا، د اقلیمي بدلونونو له امله یې شدت او تکرار زیات شوی او د میلیونو وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

په داسې حال کې چې نړیوالو مرستندویه بنسټونو هڅه کوي بېړني اړتیاوې پوره کړي، منتقدان وايي د طالبانو د ادارې له‌خوا د اغېزمنې طرحې او شفاف ځواب‌وینې نشتوالی د هېواد دایمي د بحران مدیریت وړتیا او د ځایي ټولنو د زیان‌مننې د کمولو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button