امنیت او پېښېمهم خبرونه

نړېوال غبرګونونه د پاکستان د برید په اړه پر يوه روغتون په کابل کې

د پاکستان له لوري تېر ماښام د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په يوه د روږدو کسانو د درملنې مرکز برید د نړېوالو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. چين، د ملګرو ملتونو سازمان، زلمي خليلزاد او منظور پشتين دا پېښه غندلې او د ملکيانو د تلفاتو په اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه برید د ماښام شاوخوا نهه بجې ترسره شوی او د طالبانو د ادارې د مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د وينا له مخې، په دې پېښه کې ۴۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپيان دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په يوه خبري ناسته کې وويل، دا پېښه د ملکي تلفاتو په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي. نوموړي ټينګار وکړ چې خبرې او مذاکره د دواړو لوريو ترمنځ د تاوتريخوالي د حل يوازينۍ اغېزمنه لاره ده او له دواړو هېوادونو يې وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي، ژر تر ژره مستقيمې خبرې پيل کړي او د اوربند توافق ته ورسېږي. د هغه په وينا، چين چمتو دی په تاوتريخوالي د کمولو او د اړيکو د ښه کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

زلمی خليلزاد، چې پخوا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی و، هم د دې بريد غندنه کړې او له نړېوالې ټولنې يې غوښتي چې د قربانيانو تر شا ودريږي او بشردوستانه مرستې برابرې کړي. نوموړي تمه څرګنده کړه چې د طالبانو اداره دې د پاکستان په وړاندې خپلې پاليسۍ له سره وڅېړي او د هغو تکراري بريدونو په اړه يو سنجول شوی او مسؤل دريځ اختيار کړي. خلیلزاد د پاکستان پر پوځي مشرانو نيوکه وکړه او دا پرېکړه يې له انساني ارزښتونو ليرې وبلله چې د افغان ملکيانو د مرګ ژوبلې لامل شوې ده.

منظور پشتين، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، هم په خپل ایکس پاڼه کې دا بريد «ترهګریز» بللی او اعلان یې کړی چې د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی. نوموړي وويل چې غورځنګ يې پلان لري د قربانيانو غږ د نړېوالې ټولنې تر غوږو ورسوي، او زياته يې کړه چې د دواړو غاړو تاوتريخوالی د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره ګډې ملي مشورې او يووالي ته اړتيا لري.

دغه پېښه يو ځل بيا په کابل ښار کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زياتې کړې دي؛ موضوع چې د تأمين مستقيم مسؤليت يې د طالبانو د ادارې پر غاړه دی او تمه کېږي چې د ورته بريدونو د مخنيوي لپاره اغېزمن او مسؤل اقدامات ترسره کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button