اقتصادمهم خبرونه

نه نړیوال هوایي شرکتونه افغانستان ته الوتنې کوي

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې دا مهال نه نړیوال هوایي شرکتونه د افغانستان بېلابېلو مقصدونو ته الوتنې ترسره کوي.

دغه وزارت ویلي، خبرې او هڅې روانې دي چې د کابل–مسکو او کابل–مسقط ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل زمینه هم برابره شي.

د وزارت مسؤولین وايي، د هوایي دهلیزونو پراخېدل کولای شي د افغانستان لاسرسی سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته اسانه کړي او د مسافرو تګ راتګ ته هم سهولت برابر کړي.

خو تر اوسه د دغو الوتنو د پیل دقیق وخت او د اړوندو شرکتونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي هڅې لا هم روانې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button