سياستمهم خبرونه

د کورنیو چارو وزارت مرستیال د تنظیم او لوژستیک ریاست له چارو لیدنه وکړه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسؤلین وايي، د دغه وزارت د اکمالاتو مرستیال د کار په موخه د تنظیم او لوژستیک له ریاست څخه لیدنه کړې او د دې برخې د کاري وضعیت، ستونزو او اړتیاوو په اړه نژدې معلومات ترلاسه کړي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، الحاج محمد وزیر حقاني، د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو مرستیال، له الحاج مولوي صلاح‌الدین صابر، د لوژستیک عمومي رئیس سره یو ځای، د یاد ریاست روان فعالیتونه ارزولي او د کارکوونکو خبرې او ستونزې یې اورېدلې دي.

د لیدنې پر مهال، د اکمالاتو مرستیال د چارو د ښه تنظیم، د شفافیت د زیاتوالي او د سرچینو د سمو کارونو پر اړتیا ټینګار کړی او د موجودو ستونزو د حل لپاره یې لارښوونې کړې دي. نوموړي د دې ریاست د کارکوونکو هڅې هم وستایلې او ویلي یې دي چې د فعالیتونو ښه والی اغېزمن مدیریت او دوامداره همکارۍ ته اړتیا لري.

په دې ناسته کې د حمایوي لوا قوماندان هم حاضر و او ګډونوالو د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د اوسنیو ستونزو د حل لارو په اړه بحث او نظریات تبادله کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button