اقتصادمهم خبرونه

د صنعت وزارت د کابل له اصنافو سره د بیو د کنټرول په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې نورالدین عزیزی د سکتوري خونو د مشرتابه غړو او د کابل ښار د بېلابېلو اصنافو له مسؤلینو سره په لیدنه کې د بازار حالت او د بیو د کنټرول لارې چارې ارزولي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د احتکار د مخنیوي او د ګران‌فروشی د منع کولو پر اړتیا ټینګار شوی، او له سوداګرو غوښتنه شوې چې د لومړنیو توکو په مناسب قیمت برابرولو کې دوامداره همکاري ولري.

ښاغلي عزیزی همدارنګه د طالبانو د مشرتابه د لارښوونو یادونه کړې چې د بیو د لوړېدو د مهار لپاره دي، او ویلي یې دي چې د دولتي ادارو او سوداګرو تر منځ همغږي د بازار د ثبات لپاره مهمه ده.

په عین حال کې، یو شمېر د کابل اوسېدونکي مخکې څو ځله د بیو د لوړوالي او د اغېزمنې څارنې د نشتوالي شکایت کړی دی؛ ناقدان بیا وايي، تر هغې چې شفاف او د حساب ورکولو میکانیزم رامنځته نه شي، دا ډول غونډې به د خلکو د ورځني ژوند پر واقعیتونو لږ اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button