په اندونیزیا کې سختو بارانونو سلګونه کسان وژلي دي

د اندونیزیا د طبعي پېښو د مدیریت ملي ادارې اعلان کړی چې د روانې اونۍ سختو بارانونو او پراخو سېلابونو لږ تر لږه ۴۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. همداراز، د ۴۰۲ نورو کسانو برخلیک لا هم نهدی معلوم او اندونیزیایي چارواکي خبرداری ورکوي چې د مړو شمېر ښایي لا زیات شي.
دا بارانونه چې د موسمي فصل برخه دي، نه یوازې اندونیزیا، بلکې د تایلند او مالیزیا ځینې سیمې هم ځپلي، او زرګونه خلک یې بېځایه کړي چې اوس بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. د سوماترا ټاپو پراخې سیمې تر ټولو زیات زیان لیدلی.
د اندونیزیا د طبعي پېښو اداره د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې لږ تر لږه ۶۴۶ کسان ټپیان شوي دي. چارواکو زیاته کړې چې د تاپانولي مرکزي سیمې او سیبولګا بندري ښار د لیرې والي له امله لا هم نهدي رسېدلي او دغو سیمو ته عاجلو مرستو ته اړتیا ده.
د لاسرسي له ستونزو سره د مقابلې لپاره، له پلازمېنې جاکارتا دوه جنګي بېړۍ د لومړنیو مرستو د لېږد لپاره سیبولګا ته استول شوي، چې تمه ده د دوشنبې په ورځ هلته ورسېږي. په ورته وخت کې، د ورکو شویو کسانو د موندلو او متضررو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي.
که څه هم اندونیزیا د آرام سمندر د اوري حلقې په سیمه کې پرته هیواد دی او د طبعي پېښو له خطرونو سره مخ دی، خو د دې ځل سېلابونو شدت یو ځل بیا د ژغورنې د خدمتونو د بنسټونو کمزوري او د سیمهییزو او نړیوالو همغږیو جدي اړتیا څرګنده کړه.




