اندونیزیا د خلیج فارس د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر د ایران د سفر او د خلیج فارس په سیمه کې د کړکېچونو د کمولو لپاره د منځګړي رول د لوبولو وړاندیز کړی دی. د وزارت په وینا، دا اقدام د اندونیزیا د «آزاد او فعاله» بهرنۍ تګلارې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ولسمشر د ښکېلو لوریو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره خپله همکاري چمتو کړې او هڅه کوي د دیپلوماتیکو لارو له لارې سیمهییزې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي. اندونیزیا، چې د جنوب ختیځې آسیا له ګڼ میشته هېوادونو څخه ده، په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په نړیوالو چارو کې فعاله ونډه ولري.
په همدې وخت کې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم ویلي چې قاهره به د خاورمیانې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې منځګړیتوب هڅې دوامدارې وساتي. هغه خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام کولی شي پر سیمه درانه تاوانونه ولګوي.
السیسي له خپلو خلکو غوښتي چې د دې جګړې له امله د اقتصادي ستونزو پر وړاندې زغم ولري. هغه ټینګار کړی چې مصر له پیله د هر ډول پوځي شخړې مخالف و، ځکه د ده په باور، جګړې یوازې وراني، تخریب او د ملتونو د سرچینو زیان ته لاره هواروي.
د مصر ولسمشر یو ځل بیا څرګنده کړې چې قاهره به خپلې دیپلوماتیکې هڅې د جګړې د بندېدو لپاره روانې وساتي. د اندونیزیا تر څنګ دا هڅې ښيي چې د خاورمیانې د کړکېچونو د مهارولو لپاره سیمهییز خوځښتونه زیات شوي دي.




