د اندونیزیا پوځ د احتمالي سرتېرو لېږلو لپاره د غزې پر لور د چمتووالي اعلان وکړ

د اندونیزیا پوځ وایي، د دې هېواد د سرتېرو د احتمالي استوګنې لپاره په غزه کې د اړینو چمتووالیونو لړۍ پیل کړې ده؛ داسې ګام چې د یوې نړيوالې د سولې د ماموریت په چوکاټ کې، او د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ د اعلان شوې طرحې یوه برخه ده چې هدف یې د غزې جګړې پای ته رسېدل بلل کېږي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا طرحه د «نړيوال د سولې شورا» تر نوم لاندې تعقیب کېږي او ویل شوي چې د ځواکونو د چمتووالي امر د اندونیزیا د ولسمشر لهخوا صادر شوی دی. د دې پروګرام موخه د جګړې تر پای وروسته د امنیتي چارو په مدیریت کې د بهرنیو ځواکونو مرسته ښودل شوې، خو د اجرایي جزئیاتو په اړه یې لا تر اوسه وضاحت نه دی ورکړل شوی.
مارولي سیمانجونتاک، د اندونیزیا د پوځ لوی درستیز، ویلي چې د هغو سرتېرو د روزنې بهیر پیل شوی دی چې ښایي د غزې د سولې د ساتنې په ماموریت کې برخه واخلي. د ده په وینا، دا روزنه د میخانیزه قطعو او طبي پرسونل په ګډون ترسره کېږي او اوسمهال تمرکز د تجهیز او چمتووالي پر پروسه دی.
د اندونیزیا د پوځ لوی درستیز زیاته کړې چې د ځواکونو دقیق شمېر او د هغوی د استوګنې وخت تر اوسه نه دی ټاکل شوی، خو هر پوځي لښکر عموماً له پنځه تر اته زره سرتېرو لري. هغه ټینګار وکړ چې وروستۍ پریکړه به د سیاسي بهیرونو او نړيوالو هوکړو پورې تړلې وي.
په عین وخت کې، د اسرائیلي سرچينو راپور ورکړی چې په جنوبي غزه کې، د رفح او خانیونس ترمنځ یوه ساحه د اندونیزیایي ځواکونو د احتمالي استوګنې لپاره ټاکل شوې ده؛ داسې موضوع چې د غزې د راتلونکي په اړه د بهرنیو ځواکونو د رول په اړه بحثونه او پوښتنې راولاړې کړي دي.
په همدې توګه ویل شوي چې د اندونیزیا ولسمشر به د دونالد ټرمپ په مشرۍ د سولې د شورا په ناسته کې د ګډون لپاره واشنګټن ته سفر وکړي. نوموړي مخکې هم ویلي وو چې که شرایط برابر شي، اندونیزیا تر شل زره سرتېرو پورې د غزې سیمې ته د لېږلو چمتووالی لري.




