کلتور او هنرمهم خبرونه

د اندونیزیا سفیر د غزني تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه

د اندونیزیا سفیر په افغانستان کې، د خپل سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته ولاړ، هلته يې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس سره وکتل او د غزني د موزیم له نندارتون او یو شمېر تاریخي ځایونو لیدنه وکړه.

ناندا اوالیست د دې سفر موخه د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا وبلله او ټینګار يې وکړ چې د غزني له تاریخي او کلتوري میراث سره نږدې بلدتیا کولای شي د فرهنګي همکاریو د لا زیاتېدو زمینه برابره کړي.

ده زياته کړه چې اندونیزیا غواړي له افغانستان سره خپلې فرهنګي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ هغه اړیکې چې اوس د طالبانو له لوري اداره کېږي.

غزني ولایت د خپل تاریخي شالید او د بېلابېلو دورو پاتې شونو له امله د افغانستان له مهمو فرهنګي مرکزونو څخه شمېرل کېږي او تل د بهرنیو پلاوو او استازولیو د پام وړ دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button